Favon.org
 
معلومات
افغانستان
(آیینه (هینداره
فعالیتونه
پروژی
نوی لیکنې
Links
دبحث فورم
آرشیف
دغړی سازمانونه لیست
دعکسونه البوم
ا ړیکې
Admin Login
  nav
 

 

 
دلته لتولی شی
  nav
   
 
Archief
  nav

معلومات
په هکله لند معلومات E-mail

دFAVON په هکله لند معلومات:

په هالند کی د میشته افغانانو د ټولنو فدراسیون پدغه هیواد کی د افغانی ټولنی دعمومیگتو څخه د دفاع په خاطر جوړ شوی ده.
بر سیره پردی فافون د افغانستان د بیا ودانولو او د افغان ولس دپاره د ولسواکی، خپلواکی او ټولنیز پرمختگ په موخه، د هالند او افغانستان تر مینځ د پرمختیایی پروژی په کارولوکی برخه اخلی.

حقوقی بنه:
فافون د یو انجمن په ټوگه د هالند د قوانینو پر بنسټ په رسمی ټوگه جوړ شو او د 1996 کال نه راپدی خوا د لیدن د سوداگری اطاقونو په ریاست کی ثبت ده.

د
فافون لنده تاریخچه
په هالند کی د 1980 میلادی کال نه را پدی خوا افغانان اوسیدل. د هغه زمان د شرایطو د غوښتنی په اساس, افغانان د روسیی یرغلگرو په مقابل کی د مقاومت د غښتلتیا دپاره په هالند کی ځینی کمیتی جو ړ کری وه چه سیاسی شکل درلودل. لمرنی تولینیز- کلتوری ټولنه چه د افغانانو لخوا په هالند جو ړ شو د هما- فان
په نامه په لیدن کی انجمن وه چه د 1994 م کال دمی د یولسو ته ورسید. که حه هم ءحینی تولنی د خپل نوم
او کرن لیک پر بنا د ټول هیواد دپاره جو ړ شوی وه خو د عمل په دگر کی ددوی د کار او تآثیر ساحه په یو محل محدود پاته شو. له بلی خوا څخه د ټول هالند په کچه د یوی بنستیزی ټولنی د جوړولوضرورت د گن شمیر ټولنو لخوا درک او پیژندل شوی وه. د همدغه اړتیا په اساس په 1990 م کال کښی د موجودهټولنو تر مینح خبری اتری پیل شو. د 1996 م د نوامبر په پیل کی دغی هڅی یوی مشبتی نتیجی ته ورسیدل او په هالند کی د میشته افغانانو دټولنو فدراسیون ( فافون) د سوستربرخ په ښار کی جوړ شو.

دفافون اساسی وظیفه:
دافغانی پناه غوشتونکو دگده منافعو حخه دفاع او دهالندپه ټولنیز ژوند کی ددوی د کامل برخه اخیستنی په لاره کی لار ښونه او د گران افغانستان دبیا ودانول او رغونه کی فعال برخه اخیستل دفافون بستیزه وظیفه ده.

دفافون عمومی تگلاره:
فافون په لسواکی، پلورالیسم، دبشردحقوقو نریوال ارزشت او په عدالت ولا ړ سوله باندی ټینگ اعتقاد لری. فافون غواری چه په افغانستان کی د ټولنیزپرمختگ اودخلکو دسوکالی په لاره کی دهردول خندی په مقابل کی ددموکراتیکو لارو څخه مبارزه وکری.

موخی او کرن لاره:
د فافون موخی په لند دول دا دي:
- په هالند کی د افغانی کدوالو د ټولنیزو گتو ساتنه.
- د هالند په ټولنیز ژوند کی د افغانی کدوالو د پوره برخه اخیستنی د موانعو لیری کول.
- د افغانستان د بیا رغونی په کار کی د افغانانو او د هالندیانوهڅول او پخپل نو ښت د پروژی بلی کول.
- د گتو د ساتنی به موخه د فشار گروپ په ټوگه په اروپاکی هڅه.
- دا جه کوم هدف ته زیاته پاملرنه کیزی د افغانستان او هالند په شرایطو اړه لری.

دفافون فعالیتونه:
په 1998 کی فافون دافغانی کدوالو داوسیدنی دخق ددفاع دپاره د یوی لوی مظاهری لارښوونه او تنظیم په غاړه درلوده. همدا دول مظاهری په 2001 او 2003 میلادی کال کی هم د فافون تر مشرتوب لاندی جوړ شول. دافغانانو د مشکلاتو به برخه کی دعلمی تحقیق ابتکاراو لارښوونه، ددغه تحقیقاتو په اساس سیاسی لابی، دبی شمیره تخصصی میتنگونه، سمینارونه او کنفرانسونو جوړول او دننه په افغانستان کی دخلکو د هوساینی دپاره د پروژی پلی کول د فافون د فعالیتونو مثالونه دي.
 

 

 
   

Wachtwoord vergeten?
nav
 
AIEDA
 
نوی لیکنې
nav
 
وروستنۑ عکسونه
Geen afbeeldingen
nav
 
Language
nav

 
 
 
Copyright 2008 FAVON I All rights reserved